۰

غور کې ۱۴ ولسي پاڅون کوونکي وژل شوي دي

شنبی ۱۸ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۴۹
سیمه ییز چارواکي وايي، غور ولایت کې د وسله والو طالبانو په یوه برید کې ۱۴ تنه ولسي پاڅون کوونکي وژل شوي دي.
غور کې ۱۴ ولسي پاڅون کوونکي وژل شوي دي
سیمه ییز چارواکي وايي، غور ولایت کې د وسله والو طالبانو په یوه برید کې ۱۴ تنه ولسي پاڅون کوونکي وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه تېره شپه (د غبرګولي ۱۷ مه) د غور ولایت په دولتیار ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي وايي، طالبانو تېره شپه د یادې ولسوالۍ د پښته نور په کلي کې د ولسي پاڅون کوونکو پر پوستو بریدونه وکړل.

نوموړي زیاته کړه، چې د طالبانو په دې بریدونو کې ۱۴ ولسي پاڅون کوونکي وژل شوي او ۷ نور ټپیا شوي دي.

دغه راز هغه و ویل، چې په جګړه کې ملکي وګړي هم ټپیان شوی، چې د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي او د ځينو روغیتايي حالت ښه نه دی.

په ورته وخت کې د غور د ولایتي شورا غړی عبدالحمید ناطقي وايي، د طالبانو په برید کې ۱۵ تنه وژل شوي، چې یوه مېرمن هم په کې شامله ده.

طالبانو هم ویلي، چې په دولتیار ولسوالۍ کې یې پر امنیتي پوستو بریدونه کړي، خو وايي، ۱۴ افغان سرتېري یې وژلي او درې نور ټپیان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې په یاده ولسوالۍ کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو د درېیم کنډک قوماندان او د سلمان بند د ساتنې مسوول فواد اندارابي هم د طالبانو سره په جګړه کې وژل شوی و.

جمهورخبري آژانس:غور
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي