په ناټو تړون کې د امریکا دایمي استازې کي بیلي هاچیسون وایي، امریکا د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ کوي او په افغانستان کې به د ترهګرۍ ضد جګړې ته دوام ورکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړې په خپلو خبرو کې افغان سولې ته هم اشاره کړې او تمه یې کړې، چې ډېر ژر د افغان سولې په خبرو کې پرمختګ وشي.
مېرمن هاچیسون ویلي«هله من یو چې ډېر ژر ښایي د افغانستان د سولې په بهیر کې د پرمختګ شاهد و اوسو، که څه هم چې دغه پرمختیا تر لاسه کول اسان کار نه دی، فکر کوم چې هغه (خلیلزاد) به واقعي پرمختیا تر لاسه کړي.»
په ناټو کې د امریکا دایمي استازې دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم هیله ښودلې، چې تر دوه میاشتط وړاندې له طالبانو سره د سولې خبرې موافقې ته ورسېږي.
پمپیو چې پرون په یوه اعلان شوي سفر کابل ته راغلی و دغه څرګندونې د امریکا سفارت او دغه راز له ولسمشر غني سره لیدنه کې کړې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل