د معلوماتو او مخابراتي ټکنالوژۍ پخواني وزیر له درنو جرمنو سره د عدلي او قضايي مرکز له استیناف محکمې برائت تر لاسه کړ.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د وحیدي محکمه پرون شنبې د چنګاښ ۲۹ مه تر سره او د قاضي حکم نن ورځې ته ځنډول شوی و، چې نن اعلان شو.
نوموړي تر دې وړاندې د تېر کال د مرغومي میاشتې په څلورم تاریخ د وزیرانو له ځانګړې محکمې هم برائت تر لاسه کړی وو.
پر وحیدي تور و، چې له خپلو وظیفوي صلاحیتونو یې ناوړه ګټه پورته کړې ده او له دې امله په درې کاله بند محکوم شوی و. خو استیناف محکمې نوموړي ته برات ورکړی دی او تورونه یې بې بنسټه بللي دي.
هغه مهال خپله وحیدي او د هغه مدافع وکیل هم پر نوموړي لګېدلي تورنه غیرعادلانه او سیاسي بللي و.
جمهورخبري آژانس:کابل