د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشره حوا علم نورستاني وایي، له بایومتریک پرته رایې باطلې او کمېسیون ته په هېڅ ډول د منلو وړ نه دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مېرمن نورستاني ویلي، چې د کمېسیون پرېکړه له وړاندې بایومتریک شوې رایې وې او غیر بایومتریک رایې په هېڅ صورت د منلو نه دي.
د دې تر څنګ د ټاکنو خپلواک کمېسیون تېره شپه ناوخته په ټاکنو کې د خلکو د ګډون شمېره هم د ولایتونو په تفیکیک سره له ځینو ولایتونو لکه بدخشان، تخار، فاریاب، فراه او کندوز اعلان کړه.
د کمېسیون د معلوماتو پر اساس په ۳۷۳۶ مرکزونو کې دوه میلیونه ۱۹۶ زره او ۴۳۶ کسانو رایه ورکړې ده، خو د ۷۸۶ مرکزونو معلومات به مرکز ته تر رسېدو وروسته له خلکو سره شریک شي.
د ټاکنو کمېسیون مشرې و ویل، چې د ۲۳۴ مرکزونو په اړه د کمېسیون سره دقیق معلومات نشته.
نوموړې یو ځل بیا ولس ته ډاډ ورکړ، چې په پوره شفافیت سره به د ټاکنو پروسه مخ ته وړل کېږي او د خلکو رښتینې رایه به د ټاکنو له مهال وېش سره سمه اعلان شي.
ټاکل شوې، چې د ولسمشرۍ ټاکنو لومړۍ پایلې د تلې میاشتې په ۲۷ مه نېټه د کمېسیون له خوا اعلان شي.
جمهورخبري آژانس:کابل