۰

ناټو: د افغان ځواکونو روزنې او ملاتړ ته ادامه ورکوو

شنبی ۲۵ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۵۵
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وايي، د افغانستان له دفاعي او امنیتي ځواکونو سره مرسته کوي او روزي یې، ترڅو د داعش ډلې پر ضد پياوړې مبارزه وکړي.
ناټو: د افغان ځواکونو روزنې او ملاتړ ته ادامه ورکوو
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وايي، د افغانستان له دفاعي او امنیتي ځواکونو سره مرسته کوي او روزي یې، ترڅو د داعش ډلې پر ضد پياوړې مبارزه وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سټولټنبرګ پرون د داعش ډلې پرضد ائتلاف کې د شاملو ۳۰ هېوادونو د چارواکو په ګډون په واشنګټن کې په یوه غونډه کې دغه څرګندونې کړې دی.

نوموړي ویلي ناټو او متحده ایالاتو هوکړه کړې چې د دوستو هېوادونو د پوځي ځواکونو د وړتیا لوړولو لپاره به هڅو ته دوام ورکوي، ترڅو د تروریزم پرضد مبارزه کې پیاوړي شي.

سټولټنبرګ د داعش ډلې د مشر ابوبکرالبغدادي وژل کېدل یو مهم پرمختګ بللی ویلي، یې دي دا ډله به هغه ځای بیا هېڅکله ترلاسه نه کړي چې په سوریه او عراق کې له ماتې وروسته یې په افغانستان کې ځان ته موندلی و.

په ورته وخت کې سټولټنبرګ د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره هم لیدلي او په افغانستان او عراق کې يې د تروریزم پرضد د مبارزې او روزنې په ماموریت خبرې کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي