سیمه ییز چارواکي وايي، لغمان ولایت کې د یوې جنازې په مراسمو کې چاودنه شوې، چې له امله یې ۱۰ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي زیاته کړې، چاودنه نن دوشنبې د مرغومي ۲ مه شاوه خوا لس نیمې بجې رامنځ ته شوې.
نوموړي زیاته کړه، دغه چاودنه د لغمان ولایت د دولت شاه ولسوالۍ د خاص دولت شاه په کلي کې د یوه قومي مخور د جنازې په مراسمو کې د اېښودل شویو ماین له امله رامنځ ته شوې.
د لغمان د والي ویاند وايي، ماین د طالبانو له خوا اېښودل شوی و او په چاودنه کې درې تنه وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي، چې ټول ولسي وګړي دي.
په ورته وخت کې ځینې سرچینې وايي، چاودنه د دولت د یوه ملاتړي ملک عبدالشکور د جنازې په مراسمو شوې او په کې وژل شوي او ټپیان ټول د جنازي ګډونوال ملکي وګړي دي.
د پېښې ټپیان روغتون ته د درملنې په موخه لېږدول شوي او روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:لغمان