د سولې ولسي حرکت مسوولین وایي، طالبانو د دوی یو غړی نظر جان له ځان سره بېولی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه حرکت ویاند بسم الله وطندوست په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، طالبانو د دوی د حرکت غړي نظر جان د اروزګان ولایت له مرکز ترینکوټ څخه بېولی دی.
د هغه په وینا نظرجان او ملګري یې د طالبانو تر واک لاندې سیمو ته ورغلي وو، هلته یې د سولې اړوند هوکړې په اړه غونډه رابللې وه، په غونډه کې دوی د دې نېک اقدام ستاینه کوله.
د ښاغلي وطندوست اشاره د امریکا او طالبانو ترمنځ سولې ته د رسېدو هوکړې ته ده چې د شنبې په ورځ قطر کې لاسلیک شوه.
طالبانو تر اوسه د سولې ولسي حرکت د دې ادعا په اړه څه نهدي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل