۰
د دوه لوړو مراسمو ته د طالبان غبرګون، سولې ته لومړیتوب ورکړی

دوشنبه ۱۹ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۲۳
کابل کې د منتخب ولسمشر محمد اشرف غني او تر څنګ یې د عبدالله عبدالله له خوا د موازې لوړې ترسره کولو ته وسله والو طالبانو هم غبرګون ښودلی دی.
کابل کې د منتخب ولسمشر محمد اشرف غني او تر څنګ یې د عبدالله عبدالله له خوا د موازې لوړې ترسره کولو ته وسله والو طالبانو هم غبرګون ښودلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، د ولسمشرۍ د لوړې موازي مراسم د سولې پروسه ګواښي.

نوموړي رویټرز خبري آژانس ته په تازه مرکه کې ویلي، دوی له دواړو لوریو غوښتنه کړې ده چې د لوړې مراسمو پر ځای دې سوله لومړیتوب وګرځوي، خپلمنځي ستونزې یوې خواته او د سولې لپاره دې کار وکړي.

دی وايي، همدې ته په کتو فکر نه کوي چې افغان حکومت دې د مارچ لسمې لپاره د یو پلاوي پر جوړولو بریالی شي.

د هغه په وینا افغان حکومت نه یوازې دا چې د دوی د زندانیانو د خوشې کولو برخه کې یې هیڅ عملي ګام نه دی پورته کړی، بلکې مخالفت کوي او دا چاره کولی شي د سولې پروسه زیانمنه کړي.

د یادونې ده چې ټاکل شوې نن ولسمشر غني او عبدالله عبدالله په جلا جلا ډول د لوړې مراسم ترسره کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي