امریکا په افغانستان کې د سېک مذهبي لږکیو پر امنیت اندېښنه څرګنده کړې او پر افغانانو یې غږ کړي، چې د هغوی امنیت تامین کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د جنوبي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې آلېس ویلز په تازه ټوېټ پیغامونو کې له افغانانو غوښتي، چې د سېک او هندو لږکیو د امنیت لپاره همکاري وکړي.
نوموړې ویلي، دوی د افغانستان د تاریخ او فرهنګ نه بېلېدونکې برخه ده نو دا د افغانانو مسوولیت دی چې د دوی امنیت تامین کړي.
امریکا پر داسې مهال په افغانستان کې د سیک لږکیو پر امنیت اندېښنه ښيي، چې څه موده وړاندې کابل کې د سیکانو په یوه درمسال برید وشو.
په دغه برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۵ تنو ته مرګ ژوبله واوښته او مسوولیت یې هم داعش وسله والې ډلې پر غاړه واخیست.
جمهورخبري آژانس:کابل