د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده پر افغان حکومت غږ کړي، چې د سولې په لار کې د خنډونه نه جوړوي او ژر تر ژره دې د سولې د راتګ لپاره رښتیني ګامونه اوچت کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي د لوی اختر په مناسبت په یوه خپاره کړي پیغام کې ویلي، چې طالبانو له خپل لوري د سولې په برخه کې مسوولیت ادا کړی دی او له امریکا سره یې مشخصه هوکړه لاسلیک کړې چې تر دې دمه په ښه توګه عملي شوې ده.
د طالبانو مشر تور پورې کړی چې په افغانستان کې یوه محدوده کړۍ د واک د ساتلو او همدا راز د خپلو شخصي ګټو لپاره ملي مسایلو ته ارزښت نه ورکوي او د هيواد ملي ګټې ورته مهمې نه دي، نو ځکه د سولې په لار کې خنډ جوړوي.
نوموړي پر افغان حکومت غږ کړی چې زندانیان دې ازاد کړي، ملي ګټې دې په پام کې ونیسي او د سولې لپاره دې لا ډېر عملي ګامونه اوچت کړي.
هغه د بهرنیو ځواکونو په اړه ویلي، امریکایان له افغانستان د وتلو په حال کې دي او تر څنګ یې طالبان غواړي له سیمې او نړۍ سره ښې اړیکې ولري.
ملا هبت الله داسې مهال افغان حکومت د سولې په لار کې په خنډ جوړولو تورنوي، چې تېره ورځ هم ملګرو ملتونو، ناټو او امنیت شورا طالبان د جګړې اصلي لاملین وبلل او په خبره یې دغه ډله تر سولې پر جګړې ډېر ټینګار کوي.
جمهورخبري آژانس:کابل