کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو د کابل د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې درې تنه قاچاقبران له یوه اندزاه سرو زرو سره نیولي دي.
د جمهورآژانس د خبر له مخې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه درې کسانو غوښتل ۱۸ کیلوګرامه سره زر له هېواد بهر قاچاق کړي، چې د نشه يي توکو سره د مبارزې د ځانګړو پولیس خوا د حامد کزي په نړیوال هوايي ډګر کې ونیول شول.
کورنیو چارو وزارت په دې اړه نور جزیات نه دی ورکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل