د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، وسله والو طالبانو په تېره یوه اوونۍ کې کابو ۱۰۰ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یاد وزارت ویاند طارق ارین وايي، طالبانو تېره یوه اوونۍ په ۲۲ ولایتونو کې ۳۶۸ بریدونه کړي دي.
د هغه په وینا د طالبانو په دغه بریدونو کې ۴۹ ملکي وګړي وژل شوي او همدومره نور ټپیان شوي دي، چې تر ټولو ډېره مرګ ژوبله په کندهار او زابل ولایتونو کې اوښتې ده.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې یوازې تېره ورځ په کابل کې د ولسمشر غني په لومړي مرستیال شوې بمي چاودنه کې ۱۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.
که څه هم طالبانو په دغه برید کې لاس لرل رد کړي دي، چې خو د کورنیو چارو وزارت وايي، دغه برید هغه بریدونو ته ورته دی، چې حقاني شبکه یې کوي.
جمهورخبري آژانس:کابل