افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره پر افغان سوله او اوربند خبرې کړې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ارګ خبرپاڼه وايي، ولسمشر غني اوعمران خان د ټليفوني اړیکې له لارې د دواړو هېوادونو د اړيکو، سولې پروسې او په افغانستان کې د اوربند د ټينګښت په اړه خبرې کړې دي.
خبرپاڼه زیاتوي، په دې ټلیفوني مکالمه کې ولسمشر غني د اوربند په ټينګښت ټينګار وکړ او د پاکستان لومړي وزير ته يې افغانستان ته د رسمي سفر بلنه ورکړه.
د پاکستان لومړي وزير عمران خان ویلي، دوی په افغانستان کې د اوربند ټينګښت بشپړ ملاتړ کوي او په نېږدې راتلونکې کې به کابل ته سفر وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې ده، د افغانستان د ملي روغې جوړې شورا رییس ډاکتر عبدالله عبدالله دراتلونکې دوشنبې په ورځ اسلام اباد ته سفر وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل