۰

ولسمشرغني هرات ولایت ته ولاړ

دوشنبه ۲۸ سرطان ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۳۵
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ هرات ولایت ته ورسېده.
ولسمشرغني هرات ولایت ته ولاړ
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ هرات ولایت ته ورسېده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ولسمشر نن دوشنبې د چنګاښ ۲۸ مه له پلاوي سره یو ځای هرات ولایت ته رسېدلی دی.

ارګ وایي، هرات ته د ولسمشر د سفر موخه د دغه ولایت وضعیت ارزول دي او هلته به د امنیتي او دفاعي ځواکونو، ملکي او نظامي مسوولینو، قومي مخورو، سپین ږيزو او ځوانانو سره وګوري.

د یادونې ده، چې ولسمشر تېره اوونۍ مزار او خوست ولایتونو ته هم سفرونه درلودل او د هغه ولایتونو وضعیت یې و ارزول.

جمهورآژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي