د افغان حکومت د کابینې له پرېکړې او د پوهنې وزارت له اعلان سره سم به نن شنبې د تلې ۱۲ مه د ټولو دولتي ښوونځیو پاتې ټولګې پیل شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کرونا له امله د کال له پیل څخه ټول ښوونځي وتړل شول خو د کرونا په کمېدو سره خصوصي ښوونځي او د دولتي ښوونځي یولسم او دولسم ټولګي تر څو میاشتې ځنډ وروسته بېرته پیل شول.
خو د دولتي ښوونځیو له لومړي تر لسم ټولګې پورې لا هم نه و پرانستل شوي، تر دې چې تېره اوونۍ د افغان حکومت کابینې پرېکړه وکړه، چې د تلې په ۱۲ مه به د دولتي ښوونځیو پاتې ټولګې هم پیل شي.
د افغانستان د پوهنې وزارت مسولان وايي، د کابينې د دې اونۍ د پرېکړې پراساس د دولتي ښوونځيو له لومړي ترلسم تولګيو کې هم حضوري زده کړې نن شنبه د میزان مياشتې په ۱۲مه نېټه پيلېږي.
د پوهنې وزارت د مسولانو په وینا، د افغانستان کابینې ومنله، چې له مخې يې بايد د دولتي ښوونځيو په پاتې ټولګيو کې هم حضوري زدهکړې پيل شي.
هغوې زياته کړې ده چې، دغه پرېکړه کې د مرکز او ولايتونو ټول ښوونځي شامل دي.
جمهورخبري آژانس:کابل