سیمه ییز چارواکي وايي، لغمان د والي رحمت الله یارمل په موټریز کاروان په شوي موتر بم برید کې ۳۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې ډېری یې ملکي وګړي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبرله مخې دغه برید نن دوشنبې د تلې ۱۴ مه څه باندې لس بجې د لغمان مرکز مهترلام د سلطان غازي بابا ښارګوټي اړوند سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د لغمان د والي ویاند اسدالله دولت زی وايي، والي له دولتی مېلستون څخه د دفتر پر لور روان، چې د سلطان غازي بابا د ښکارګوټي اړوند سیمه کې پرې موټر بم ځانمرګی برید وشو.
نوموړي زیاته کړه، چې والي له دغه بریده روغ وتلی خو ۸ تنه نور یې وژلي او ۲۸ تنه نور ټپیان شوي دي.
دولت زی وايي، په وژل شویو کې څلور تنه د والي امنیتي ساتونکي او څلور تنه هم ملکي وګړي دي.
په ورته وخت د لغمان د روغتیا رئیس ډاکټر صمد علي وايي، دوی ته د بېښې له ځایه ۷ جسدونه او ۲۸ ټپیان وروړل شوي، چې د ځینو روغتیايي حالت ښه دي.
تر اوسه د برید مسوولیت چا نه دی اخیستی.
دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې د ننګرهار ولایت غني خېلو ولسوالۍ کې موټر بم برید ۱۶ تنه و وژل شول او ۴۷ نور ټپیان شول.
په دغه برید له دوه سرتېرو پرته نور کابو ټول ملکي وګړی و، چې په وژل شویو او ټپیانو کې د ښوونځي زده کوونکي هم شامل وو.
جمهورخبري آژانس:لغمان