جمعیت ګوند یوه سرچینه وايي، د دغه ګوند په کنګره کې د غونډې د اخلالوونکو له خوا ډزې پای ته رسېدلې او دا مهال حالت نورمال او د جمعیت مشران غونډې ته رسېدلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د جمعیت ګوند عمومي کنګره نن پنشنبې د کب ۲۸ مه د هوايي ډګر په سړک په یوه هوټل کې پیل شو.
غوندې ته لا د جمعیت مشران نه و راغلي، چې ځینو اخلال کوونکو وسله والو د غونډې د ګډوډولو په موخه ډزې پیل کړې او هڅه یې کوله، چې د غوندې مخه ونیسي.
خو سرچینې وايي، د امنیتي ځواکونو په مداخلې سره د دغه کار مخه نیول شوې او دا مهال حالت نورمال او غونډه جریان لري.
د جمعیت ګوند یوې سرچینې جمهورخبري آژانس ته و ویل، چې غونډې درې تنه وسله وال اخلالوونکي وژل شوې او دوه نور یې د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.
دغه سرچینه ټينګار کوي، چې اوس حالت کنترول دي او تر څو شېبو پورې به د جمعیت ګوند د عمومي کنګرې غونډه پیل شي.
سرچینې د اخلالوونکو کسانو د هویت په اړه و ویل، چې هویت یې تر اوسه معلوم نه دی، خو پلټنې روانې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل