په تخار کې ځايي سرچينې وايي، چې په تالقانو ښار کې يو پخوانى سرتېرى د طالبانو له خوا نيول شوى دى.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پخوانى سرتېرى فريدون نومېده. نوموړی څلور ورځې وړاندې د طالبانو د استخباراتي کړیو له خوا نیول شوی او زنداني شوی و.
سرچينې زياته کړې، چې دغه پخوانى سرتېرى د طالبانو له خوا سخت شکنجه شوى دى.
ویل کېږي چې فریدون د تخار د ملي امنیت په ریاست کې د سرتېري په توګه دنده ترسره کوله.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په تېرو دوه نیمو کلونو کې د دغې ډلې د مشر د عمومي بښنې سربېره سلګونه پخواني سرتېري بندیان کړي، شکنجه کړي او حتی وژلي دي.
خبرگزاری جمهور