داعش ډلې د بدخشان ولایت په مرکز فیض اباد ښار کې د طالبانو پر پوځي کاروان د چاودنې مسوولیت منلی دی.
دغې ډلې تېره شپه د غوايي په ١٩مه، د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې د دې پېښې په پايله کې ١٢ وسله وال طالبان وژل شوي او ټپيان دي.
دغه چاودنه پرون مازديګر د فيض اباد ښار د دريمې ناحيې اړوند د "پول جوزون شهر کهنه" په سيمه کې له چاودېدونکو توکو څخه د ډک موټرسايکل په وسيله د طالبانو پر پوځي کاروان شوې ده.
طالبانو ویلي چې په دې پېښه کې د دغې ډلې ۳ تنه جنګیالي وژل شوي او ۵ تنه نور ټپیان شوي دي.
خو؛ نورو سرچینو اعلان کړی چې د وژل شویو او ټپیانو شمېر تر دې زیات دی.
جمهورخبري آژانس