د ننګرهار سیمه ییزې سرچینې وايي، ناپېژاندو وسله والو په جلال اباد ښار کې یو هټیوال په ډزو وژلی دی.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پېښه د چهارشنبې په ورځ د ثور په ١٩مه د ننګرهار ولايت د مرکز جلال اباد ښار د شپږمې ناحيې په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.
سرچينې زياته کړې، چې وژل شوى کس په جلال اباد ښار کې د سمساري دوکان درلود.
د دې پېښې عاملین او انګیزه لا هم معلومه نه ده.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د جلال اباد ښار د درېيمې ناحيې اړوند د "ګولايي عربانو" په سيمه کې يوه سړي خپل ورور په چاقو وواژه.
د دې پېښې انګېزه لا نه ده څرګنده.
خبرگزاری جمهور