سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، د هلمند مرکز لښکرګاه اړوند سیمه کې د سړک د غاړې ماین چاودنې ۱۱ تنه وژلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه د هلمند ولایت د مرکز لښګرګاه اړوند د بشران په سیمه کې د ولسي وګړو په سراچه موټر شوې ده.
ځايي امنیتي مسوولین وايي، د ولسي وګړو سراچ موټر د نادعلي ولسوالۍ له ناقل آباد سیمې لښکرګاه ته په لار و، چې د بشران په سیمه کې پرې د سړک د غاړې خښ ښوي ماین چاودنه کړې.
د امنیتي چارواکو په وینا په دغه چاودنه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۱ تنه وژل شوي، چې ټول ولسي وګړي دي.
امنیتي چارواکي وايي، ماین طالبانو خښ کړی و خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:هلمند