ملګرو ملتونو افغانستان کې پر روان وضعت او تاوتریخوالي پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې وايي، د تاوتریخوالي د کمولو لپاره خپلو هر اړخیزه هڅو ته دوام ورکوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د ملګرو ملتونو د سکرتر جنرال ځانګړي استازي د افغانستان له بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر سره په لیدنه کې کړې دي.
دواړو لورو پر بېلا بېلو مسایلو خبرې کړې او د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ویلي، ملګري ملتونه او ټول هغه اړخونه چې د افغانستان د سولې ملاتړ کوي، اوسني تاوتریخوالي او روان وضعیت مخالف دي.
نوموړي زیاته کړې، ټول د دې غوښتونکي دي، چې ژر تر ژره جګړې کمې شي او یو دایمي اوربند رامنځ ته شي.
ده ټینګار کړی، چې ملګري ملتونه په افغانستان کې د اوربند د تامین لپاره خپلو هر اړخیزو هڅو ته ادامه ورکوي او تمه لري چې روانې جګړې ژر تر ژره ختمې شي.
بل خوا ښاغلي اتمر هم د سولې په راتګ کې د نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو مرسته او همکاري اړینه بللې ده او ټینګار یې کړی چې د سولې د راوستو لپاره دې خپل فشارونه ډېر کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل