۰

جوبایډن او پوتین پر افغان سوله هم خبرې کړې دي

پنجشنبه ۲۷ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۱۷
د امریکا ولسمشر جوبایډن له خپل روسي سیال ولادیمیرپوتین سره د نورو مسایلو تر څنګ د افغانستان په اړه هم خبرې اترې کړې دي.
جوبایډن او پوتین پر افغان سوله هم خبرې کړې دي
د امریکا ولسمشر جوبایډن له خپل روسي سیال ولادیمیرپوتین سره د نورو مسایلو تر څنګ د افغانستان په اړه هم خبرې اترې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پوتین او بایډن پرون چهارشنبې د غبرګولي ۲۶ مه جینوا کې سره لیدلي او پر یو لړ مهمو موضوعاتو یې خبرې کړې دي.

له دې لیدنې وروسته د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي، له پوتین سره یې پر افغان سوله هم خبرې کړې او هغه ډاډ ورکړي، چې په دې برخه کې خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي.

نوموړي دا هم ویلي، دوی په خپلو خبرو کې دا څرګنده کړې چې روسیه د امریکا پر وړاندې د کومې بلې سړې جګړې پلان نه لري، نو له همدې امله په افغانستان کې د سولې له پروسې ملاتړ کوي.

روسیې تر دې وړاندې هم ویلي چې افغان سولې ته ژمن دي او په دې اړه یې څو مهم نړیوال کنفرانسونه هم رابللي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي