سیمه ییز چارواکي وايي، ناپېژانده وسله والو کسانو لغمان کې یو دیني عالم په ډزو وژلی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه نن چهارشنبې د چنګاښ ۹ مه سهار مهال د لغمان مرکز مهترلام ښار اړوند انار باغ سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د لغمان د والي ویاند اسدالله دولت زی وايي، دیني عالم مولوي نصرالمن الله چې د حج او اقوافو ریاست د احتساب مدیر هم و دندې ته پر لاسه د نامعلومه وسله والو په ډزو وژل شوی دی.
دی وايي، د امنیتي او کشفي ارګانونو له خوا پلټنې روانې دي، څو د پېښې عاملان پیدا او د قانون منګولو ته وسپاري.
تر اوسه د دغه قتل مسوولیت چا نه دی اخیستی.
جمهورخبري آژانس:لغمان