د سویډن کېمېتې مسوولین وایي، په افغانستان کې د جګړو د شدت او ناامنیو له امله دوی په ځینو ولسوالیو کې خپل فعالیتونه درولي دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کمېتې د پروګرامونو مشر ډاکتر خالد فهیم وايي، د وروستیو ناامنیو له امله په بېلا بېلو ولسوالیو کې د دغه کمېتې فعالیتونه د لنډ وخت لپاره درول شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، بیا هم حالاتو او وضعیت ته په کتو او د حالاتو په ارزونې سره ژمن یو چې خپل فعالیتونه بېرته پیل کړو.
دی وايي، د سوېډن د کمېټې ژمنتیا د افغانستان د خلکو پر وړاندې ده او په تېر کې هم که سیاسي تغییرات راغلي، د دې سبب نه دي شوي چې سوېډن کمېټه خپل فعالیتونه بند کړي.
ډاکتر فهیم زیاتوي، چې تخار، بدخشان، جوزجان او سمنګان ولایتونو په ځینو ولسوالیو کې تر امنیتي ارزونې وروسته د دوی فعالیتونه بېرته پیل شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل