افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ایټالیا له لومړي وزیر ماریو دراګي سره تلېفوني خبرې کړې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ښاغلي غني او ښاغلي دراګي خبرې پرون چهارشنبې د چنګاښ ۲۳ مه شوې دي.
د ارګ خبرپاڼه وايي، دواړو لورو د افغانستان په روان وضعیت، د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته په نوي فصل او دوه اړخیزه اړیکو خبرې کړې دي.
سرچینه وايي، ولسشمر په امنیتي او د بیارغاونې برخو په ځانګړي ډول هرات ولایت کې د ایټالیا دولت او خلکو د مرستو مننه وکړه او په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان له ایمرجنسي روغتون سره د دې هیواد مرستې اغېزناکې وې.
ښاغلي غني هیله وښوده چې له بین المللي ټولنې سره د افغانستان د اړیکو په نوي فصل کې د دواړو هیوادونو مناسبات تر پخوا لا زیات پراخ او دوام وکړي.
په ورته وخت کې د ایټالیا لومړي وزیر ویلي، ایټالیا د افغانانو ملګرې ده، زموږ ځواکونه له افغانستان څخه وتلي، خو له افغانستان او افغانانو سره د ایټالیا د حکومت او خلکو ژمنتیا پرخپل ځای ده.
هغه همداراز د ایټالیا او افغانستان ترمنځ د دوه اړخیزه اړیکو د پیاوړتیا غوښتنه وکړه.
جمهورخبري آژانس:کابل