د بهرنیو چارو وزیرې وروسته د هالنډ د دفاع وزیرې هم له افغانستانه د خلکو د ایستلو په تړاو د پڅ کار په خاطر له دندې لاس په سر شوې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې انک بیجلولد ویلي، د بهرنیو چارو د وزیرې سیګرید کاګ په څېر د افغان پناه غوښتونکو د تخلیې د چلند په تړاو له خپلې دندې استعفی ورکوي.
د هالنډ د پارلمان اکثره غړي د دغه هېواد د بهرنیو چارو او دفاع وزیران د زرګونو هغو افغانانو په ایستلو کې په پڅ عمل تورنوي چې د هالنډ د پناه په شرایطو برابر ګڼل کېدل.
د هالنډ دفاع وزیرې انک بیجلولد غوښتل خپل ماموریت پای ته ورسوي او هغه افغانان خوندي کړي چې په هالنډ حساب کوي خو دا چې اوس د دې موقعیت تر بحث لاندې راغلی نه غواړي د نورو خلکو د کار مخه ونیسي.
تر دې یوه ورځ مخکې د هالنډ د بهرنیو چارو وزیرې سیګرید کاګ استعفی کړې وه.
جمهورخبري آژانس:کابل