فایننشل ټایمز وایي، په سیمه کې دوه بدنام او دیوالي شوي هوایي شرکتونه د پاکستان (PIA)او د ایران ماهان له افغانستانه میلیونونه ډالر ګټلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سرچینې زیاته کړې، پي ای اې او مهان شرکتونه په دې توانیدلي چې تیرو دوه میاشتو کې د افغانستان له روان سیاسي حالت ګټه واخلي او بیرته خپل ځان په پښو ودروي.
سرچینه وايي، دواړه شرکتونه د سقوط په مرحله کې وو او خپل باور یې هم په بشپړه توګه بایللی وو، خو افغانستان کې وروستي بدلونونه د دغه دواړو شرکتونو په ګټه شول، له سقوط حالت بچ او په میلیونونه ډالر یې اضافي وګټل.
دا په داسې حال کې ده، چې ویل کېږي پاکستان د افغانستان یوه هوايي شرکت کام ایر ته پاکستان ته د تګ راتګ اجازه تر یوه وخت پورې ځنډولې ده.
د دې تر څنګ ویل کېږي پي ای اې شرکت بیا له کابل څخه اسلام آباد ته د یوه ټیکټ بیه له ۱۵۰ امریکايی ډالره تر ۲۰۰ پورې پورته کړې ده.
جمهورخبري آژانس:کابل