د کندهار امنیه قوماندان مولوي عبدالغفار محمدي وايي، د شعیه ګانو د جوماتونو د ساتلو لپاره به امنیتي تدابیر قوي او ځانګړې قطعې به وګمارل شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي محمدي دغه څرګندونې په کندهار کې د وړمې ورځې تر خونړي برید یوه ورځ وروسته کړې او دا برید یې غندلی دی.
نوموړي زیاته کړې، چې په کندهار کې د اهل تشیع په جومات کې د برید د عاملینو د موندلو لپاره یې هلې ځلې هم پیل کړي.
د کندهار امنیه قوماندان دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د تېرې جمعې په ورځ د کندهار ښار د فاطمیه په نوم د اهل تشیع په جومات کې د جمعې د لمانځ پر مهال درې ځانمرګي بریدونه وشول.
په دغه بریدونو کې تر ۴۰ زیات کسان و وژل شول او تر ۷۰ نور زیات ټپیان شول، چې مسوولیت یې داعش وسله والې ډلې پر غاړه واخیست.
جمهورخبري آژانس:کابل