د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي، چې د افغانستان په اړه چین کې غونډه جوړېدونکې ده او دغه غونډې ته به طالبان هم وبلل شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې قریشي د دغه غونډې د جوړېدو کره نېټه نه ده په ګوته کړې خو ویلي یې دی، چې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو درېیمې غونډې ته به د طالبانو د حکومت استازي هم ور وبلل شي.
د پاکستان ډان ورځپاڼې ویلي، چې په دې غونډه کې به د روسیې، چین، پاکستان او ایران تر څنګ د تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان د بهرنیو چارو وزیران هم وروبلل شي.
د یادونې ده، چې د افغانستان په اړه تر دې وړاندې په مسکو، تهران او په دې وروستیو کې په پاکستان کې هم غونډې جوړې شوې وې.
جمهورخبري آژانس:کابل