افغانستان د بریټانیا د لومړي وزیر بورس جانسون د هغو څرګندونو هرکلی کړی چې له اسلامي امارت سره یې د تعامل په اړه کړې وې.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، د افغانستان اسلامي امارت په تړاو د بوریس جانسن د دریځ ستاینه کوي.
نوموړي زیاته کړې، اسلامي امارت د بریټانیا په ګډون له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو درلودو غوښتونکی دی او ټولو نړیوالو اصولو ته ژمن دی.
د بریټانیا لومړي وزیر څو ورځې وړاندې خپل پارلمان ته ویلي و، چې د افغانستان له سرپرست حکومت سره باید تعامل وشي.
نوموړي له اسلامي امارت غوښتنه کړې چې له مېرمنو سره عادلانه چلند وکړي او د غوښتنو پوره کېدو ته یې پام وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل