راپورونه وايي، د قطر حکومت غواړي په افغانستان کې په بېلو برخو کې پانګونه وکړي او ښايي دغه چاره د برېښنا په برخه کې له پانګونې پیل کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې قطري رسنیو د افغان چارواکو له قوله ویلي، په نږدې راتلونکې د قطر یو پلاوی افغانستان ته راځي او دا ارزوي چې دوی له اوبو د برېښنا د تولید په برخه کې څه ډول پانګونه کولی شي.
دوحه نیوز وايي، قطري پلاوی به همدا راز په افغانستان کې په نورو برخو کې هم د پانګونې څرنګوالی و ارزوي.
جمهورخبري آژانس:کابل