۰

افغان پست شرکت څه باندې ۴۶ میلیونه افغانی عواید راټول کړي

یکشنبه ۱۹ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۱۳:۱۱
د مخاراتو او ټکنالوژۍ وزارت وایي چې افغان پست شرکت په تېرو یوازې دریو میاشتو کې ۴۶ میلیونه او ۳۹۱ زره افغانۍ عواید راټول کړي دي.
افغان پست شرکت څه باندې ۴۶ میلیونه افغانی عواید راټول کړي
د مخاراتو او ټکنالوژۍ وزارت وایي چې افغان پست شرکت په تېرو یوازې دریو میاشتو کې ۴۶ میلیونه او ۳۹۱ زره افغانۍ عواید راټول کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یاد وزارت په وینا دغه عواید یې د پاسپورټونو، د بهرنیو چارو وزارت تصدیق پاڼو او د الکترونیکي تذکرو د لېږد له لارې تر لاسه کړي دي.

د دغه وزارت په خبره، دا پیسې یې مالیې وزارت ته سپارلې دي او د یاد بانک له لارې به د هېواد ملي بودجې ته لاړې شي.

 د یادونې ده چې یاد وزارت مخکې تر دې هم ویلي وو چې یوازې د موبایلونو د کریډیټ کارټونو د مالیې له لارې یې په میلیونونو افغانۍ عواید راټول کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي