۰

د علي پور د وسلو او مهماتو دوه پټنځایونه کشف شوي

دوشنبه ۲۷ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۰۷
اسلامي امارت وايي، د استخباراتو ځانګړو ځواکونو وردګو ولایت کې د یوه سیمه ییز غیر مسوول وسله وال قوماندان عليپور د وسلو او مهماتو دوه پټنځایونه کشف کړي دي.
د علي پور د وسلو او مهماتو دوه پټنځایونه کشف شوي
اسلامي امارت وايي، د استخباراتو ځانګړو ځواکونو وردګو ولایت کې د یوه سیمه ییز غیر مسوول وسله وال قوماندان عليپور د وسلو او مهماتو دوه پټنځایونه کشف کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې اسلامي امارت ویلي، دغه پټنځایونه د وردګو ولایت بهسودو ولسوالۍ کې کشف شوي دي.

د سرچینې په وینا د عليپور له دغه پټنځایونو څخه يوه اندازه سپکې او درنې وسلې، يو پوځي موټرسايکل، کمرې، لاسي بمونه، په زرګونو مرمۍ او مهمات ترلاسه شوي دي.

د یادونې ده، چې اسلامي امارت مخکې هم د عليپور د وسلو د زېرمو د کشفولو خبر ورکړی و.

عبدالغني عليپور په وردګو کې د هزاره وسله والو یو مشهور قومندان و، چې په ډېرو قانون ماتونو او وژنو تورن و.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي