د افغانستان د اسلامي امارت مشر شیخ هبت الله اخندزاده د هېواد په کچه د سترو سوداګرو، صنعت کارانو، پانګوالو، د سوداګرۍ او پانګونې، صنایع او معدنونو خونو له کډ پلاوی سره کتلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي اخندزاده هغوی ته ویلي، چې اسلامي امارت تل د سوداګرو صنعتکارانو او پانګه والو ملاتړ کړی او راتلونکي کې به هم ځانګړې پاملرنه ورته کوي.
د اسلامي امارت مشر له یاد پلاوي غوښتي، چې د هېواد د اقتصادي خپلواکۍ او پرمختګ په برخه کي رغنده ګامونه واخلي او هېواد کې د ننه پانګونه زیاته کړي، تر څو خلکو ته په ښه ډول کاري زمینه برابره شي.
شیخ هبت الله اخندزاده ټول سوداګر، صنعتکاران او پانګه وال د هېواد اقتصادي ځواکونه یاد کړي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل