د هند مهاراشترا ایالت کې د مسلمانانو یو روحاني مشر خواجه سعید ظریف چشتي چې خټه افغان او د ځايي خلکو لخوا په صوفي بابا مشهور و، د ناپیژانده وسله والو لخوا وژل شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې هندي رسنۍ وايي، پر ۳۵ کلن خواجه ظریف د سې شنبې ماښام د مهاراشترا ایالت ناسیک ښار کې ډزې شوې او ځای پر ځای وژل شوی.
راپورونه وايي، صوفي بابا له کلونو راهیسې د دغه ښار یولا سیمه کې اوسېده او هند کې یې زرګونه مینه وال او پلویان موندلي وو.
د هند پولیسو ویلي وسله وال چې څلور کسان وو، د خواجه سعید موټر کې د پېښې له ځای تښتېدلي دي.
عیني شاهدانو د دغه سړي د موټر چلوونکي خلاف شاهدي ورکړې او هغه د څېړنو لپاره نیول شوی.
د خواجه سید ظریف چشتي د وژلو انګیزه لا نه ده مالومه خو اټکل دا دی چې ښايي د ځمکې پر سر وژل شوی وي.
د هند این ډي ټي ويرسنۍ لیکلي چې هغه له دې کبله چې د افغانستان وګړی و، هند کې د ځمکې اخیستو قانوني اجازه نه درلوده، خو د ځايي خلکو په مرسته یې یو څه ځمکه ترلاسه کړې وه.
جمهورخبري آژانس:کابل