۰

د نیمروز د ولایتي روغتون لرې شوی مشر: ټولې چارې د یوه فاسد ټیم په لاس کې دي

سی شنبه ۱۱ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۱۷
د نیمروز ولایت د ولایتي روغتون لرې کړل شوي رییس ډاکتر حبیب الله نیازي ویلي، د دغه ریاست ټولې چارې د یوه فاسد ټیم په لاس کې دي.
د نیمروز د ولایتي روغتون لرې شوی مشر: ټولې چارې د یوه فاسد ټیم په لاس کې دي
د نیمروز ولایت د ولایتي روغتون لرې کړل شوي رییس ډاکتر حبیب الله نیازي ویلي، د دغه ریاست ټولې چارې د یوه فاسد ټیم په لاس کې دي.

ډاکتر نیازي ویلي، له همدې امله ده د سلواغې له ۱۰ مې راهیسې له خپلې دندې استعفا کړې ده.

نوموړي د خپلې استعفا لامل په دغه روغتون کې بې بند وباري او د یوه فاسد ټیم په لاس کې د چارواکو اخیستل په ګوته کړې دي.
 
ده زیاته کړې«د روغتیا اړوند ټولې پروزې د یوه فاسد ټیم له خوا اداره کېږي، په روغتون کې درمل او امکانات نشته او ان د ناروغانو لپاره بستر نه لري.»
 
نوموړي ویلي، چې دغه فاسد ټیم به د روغتون پیسې، درمل او امکانات په خپل منځ کې سره وېشل، خو د کوم فاسد کس نوم یې نه دی په ګوته کړي.
 
جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي