د بدخشان ولایت امنیتي سرچینې وايي، د بدخشان په کوهستان ولسوالۍ کې د سرو زرو د یوه کان د نړېدو له امله دوه تنه کارګر وژل شوي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پېښه د شنبې په ورځ د وږي په ٢٦مه، د بدخشان ولايت د کوهستاناتو ولسوالۍ په "وخنيده" کلي کې هغه مهال رامنځته شوه، چې دغه کارګر په يوه کان کې د شګو په مينځلو بوخت وو.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم د هېواد په شمالي ولايتونو کې د کانونو کارګرانو ته د ورته پېښو قربانيان شوي دي.
د ماینونو غیر معیاري استخراج د دې ډول پیښو یو له لاملونو څخه دی.
خبرگزاری جمهور