د بادغیس ولایت امنیتي سرچینې وايي، د دغه ولایت په دره بوم ولسوالۍ کې د یوه کور د چت د لوېدو له امله د یوې کورنۍ شپږ غړي وژل شوي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پېښه د شنبې په ورځ د کب په ٢٦مه د بادغيس ولايت د دره بوم ولسوالۍ د "لوقلي" په کلي کې رامنځته شوې ده.
په دې پېښه کې یوه جوړه له خپلو څلورو ماشومانو سره ووژل شوه.
سرچينې زياته کړې، چې دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې د کورنۍ ټول غړي ويده وو.
ویل کېږي چې د دې کور چت د وروستیو اورښتونو له امله نړېدلی دی.
جمهورخبري آژانس