۰

طالب ډلې د نور او بریا تلویزیونونو خپرونې بندې کړې

چهارشنبه ۲۹ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۰۵
د طالبانو ډلې له رسنیزو سرغړونو سره د مبارزې کمېسیون اعلان وکړ چې په هېواد کې یې د نور او بریا تلویزیونونو فعالیت بند کړی دی.
طالب ډلې د نور او بریا تلویزیونونو خپرونې بندې کړې
د طالبانو ډلې له رسنیزو سرغړونو سره د مبارزې کمېسیون اعلان وکړ چې په هېواد کې یې د نور او بریا تلویزیونونو فعالیت بند کړی دی.

د طالبانو له رسنیزو سرغړونو سره د مبارزې کمېسیون سه شنبې د وري ۲۸ مه  اعلان وکړ چې د دغو ټلویزیونونو د خپرونو د بندېدو لامل د دغه کمېسیون سپارښتنو ته د نه پاملرنې او د ژورنالیزم له اصولو نه د سرغړونې له امله دی.

د طالبانو د رسنیو د سرغړونې د کمیسیون غړي حفیظ الله بارکزي وویل: نور راډیو او بیریا تلویزیون دواړه د کمیسیون د غړو د پریکړې له مخې چې د بنسټونو، ژورنالیستانو ټولنې او رسنیو استازیتوب کوي، په موقتي توګه وتړل شول.

داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دغه ډله وايي چې ددغو رسنيو جواز ورکوونکي په مکرر ډول د رژيم پرخلاف پروپاګند کوي .

د طالبانو د ډلې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وياند خبيب غفران وويل چې د دغې پرېکړې د اصولو په رڼا کې دغه رسنۍ محکمې ته معرفي شوې او د محکمې تر پرېکړې پورې يې فعاليتونه ودرول شول. دا د کمیسیون پریکړه وه.

باید وویل شي، چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له پیل سره د اکثرو رسنیو خپرونې بندې شوې او خبریالان بېلابېلو هېوادونو ته کډه شوي دي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي