دا په زړه پورې ده ۰
د ننګرهار ولایت یو شمېر اوسېدونکو د طالبانو له سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې ویلي، چې په دغه ولایت کې د داعش وسله وال له منځه تللي او د پیدا کېدو وېره یې هم نشته.
د داعش فتنه ورکه شوې او د بیا پیدا کېدو ویره یې هم نشته
د ننګرهار ولایت یو شمېر اوسېدونکو د طالبانو له سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې ویلي، چې په دغه ولایت کې د داعش وسله وال له منځه تللي او د پیدا کېدو وېره یې هم نشته.

طالبانو نن د وري ۳۰ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دوی سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د ننګرهار ولایت د هسکې مېنې ولسوالۍ له یو شمېر قومي مشرانو او علماوو سره وکتل.

د ننګرهار اوسیدونکي د پخوا په څیر د طالبانو له امارت سره د خپلې وفادارۍ او همکارۍ ډاډ ورکړ او خوښي یې وشوده چې د طالبانو په واکمنۍ سره په دغه ولایت کې د داعش ځالې ختمې شوې او د هغه د بیا رامنځ ته کېدو ویره هم له منځه تللې ده.

مولوي عبدالکبیر وویل چې له طالبانو او د هغوی له انډیوالانو څخه د خلکو ملاتړ د دې لامل شوی چې یو ځل بیا د طالبانو بریا او په هېواد کې د طالبانو حکومت حاکم شي.

نوموړي زیاته کړه چې د طالبانو رژیم د ټولو افغانانو ملکیت دی او ټول هیوادوال کولای شي خپلې ستونزې او غوښتنې له کوم توپیر پرته له اړوندو چارواکو سره شریکې کړي.

جمهورخبري آژانس
https://jomhornews.com/vdcjivevhuqeavz.b,fu.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته