د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره وايي چې دغه سازمان په افغانستان کې د اوبو ۴۷۰ کیلومتره کانالونه جوړ کړ
ي.
دغه سازمان د چهارشنبې په ورځ د وري په ۲۹مه، د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د اوبو دغه کانالونه د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې جوړ شوي دي.
د اعلامیې پر بنسټ، په افغانستان کې کروندګر د اوبو له لاسرسي پرته خپل ژوند ته دوام نه شي ورکولی.
د خوړو او کرنې نړیوال سازمان زیاته کړه چې د اوبو دغو کانالونو له کروندګرو سره د خپلو کورنیو د تغذیې په برخه کې مرسته کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان په تېرو څو کلونو کې د وچکالۍ شاهد و، چې د دغه هېواد کرنې ته يې ډېر زيانونه اړولي دي.
جمهورخبري آژانس