د طالبانو ډلې اعلان کړی چې د دغې ډلې مشر د ۱۴۰۳ کال مالیاتی بودجه تصویب کړې ده.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن سهار په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د ۱۴۰۳ مالي کال مالي بودیجه له هر اړخیزې کتنې وروسته د دغې ډلې د مشر ملا هبت الله له خوا تصویب شوه.
طالبانو ویلي چې د سږني کال په مالي بودجه کې د خلکو اړتیاوې او لومړیتوبونه په پراخه کچه په پام کې نیول شوي او د تېر کال په څېر سږ کال هم مالي بودجه د هېواد له ملي عوایدو څخه جوړه شوې ده.
مجاهد لیکلي: د مالیې وزارت به د تېر په څېر سږ کال هم ملي بودجه په مالي سیستم کې ځای پر ځای کړي او د بشپړ شفافیت په پام کې نیولو سره به د روان مالي کال د (عادي او پراختیايي) سکتورونو چارې پرمخ وړي.
طالب ډلې د دغې ډلې د ۱۴۰۳ مالي بودجې د اندازې په اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس