د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده په خپل نوي فرمان کې د کونړ، بغلان او تخار ولایتونو امنیه قومندانان بدل کړي دي.
د طالبانو د ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد نن چهارشنبه (د غبرګولي ۲مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي، د دې ډلې د مشر ملا هبت الله اخندزاده په حکم د کونړ پخوانی امنیه قوماندان ملا عبدالحق د بغلان د امنيه قوماندان په توګه، ملا جان حمزه د بغلان د امنيه قوماندان د تخار ولايت د امنيه قوماندان په توګه، د تخار د امنيه قوماندان مولوي ضياء الحق د کونړ ولايت د امنيه قوماندان په توګه وټاکل شول.
جمهورخبري آژانس