۰

روسیې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د خپلو اتباعو پر تګ بندیز ولګاوه

چهارشنبه ۲ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۲۶
په بامیان ولایت کې پر بهرنیو سیلانیانو تر وسله وال برید وروسته د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د خپلو اتباعو پر تګ بندیز ولګاوه.
روسیې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د خپلو اتباعو پر تګ بندیز ولګاوه
په بامیان ولایت کې پر بهرنیو سیلانیانو تر وسله وال برید وروسته د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د خپلو اتباعو پر تګ بندیز ولګاوه.

دغه وزارت د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې پر بهرنیو سیلانیانو د برید په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د دغه وزارت په اعلامیه کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان امنیتي وضعیت "ډېر ستونزمن" بلل شوی او روسي اتباعو ته یې سپارښتنه شوې چې افغانستان ته سفر ونه کړي.

په همدې حال کې روسیې له طالبانو سره د افغانستان د واک تر نیولو وروسته ښې اړیکې ټینګې کړې دي.

د یادولو وړ ده چې د تیرې جمعې په ورځ د ثور د میاشتې په ۲۷ نیټه د بامیانو په مرکز کې وسله والو کسانو پر بهرنیو سیلانیانو ډزې وکړې چې په پایله کې یې ۳ هسپانوي او ۳ تنه افغان اتباع ووژل شول او ۴ تنه بهرني سیلانیان او ۳ تنه نور افغانان ټپیان شول. 

داعش د دې پېښې پړه پر غاړه اخیستې ده.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي