د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی، چې په نیمروز، پکتیکا او بامیان ولایتونو کې یې ۱۱ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور په دورو وهلي دي.
دغې محکمې د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې اته تنه په نيمروز ولايت کې، دوه تنه په پکتيکا او يو بل تن د باميانو په شيبر ولسوالۍ کې د غلا او شرابو د څښلو په تور محاکمه شوي دي.
په اعلامیه کې راغلي چې دغه هر یو د سه شنبې په ورځ ۱ دوه، ۱۵، ۳۰ او ۳۹ دورې وهل شوي دي.
د خبرځاى د څرګندونو له مخې: هغه کسان چې د پکتيکا په برمل ولسوالۍ کې يې څاڅکي وهلي په يو کال بند او په باميانو کې د شرابو د څښلو په تور په دوه کاله بند محکوم شول.
طالبانو د افغانستان د واک تر لاسه کولو وروسته یو ځل بیا تورنو ته د سختې سزا ورکولو لړۍ پیل کړې ده.
د دغې ډلې دغه کړنه (د طالبانو له خوا تورن ته جسمي سزا) د بشري حقونو د سازمانونو له پراخو غبرګونونو سره مخ ده. خو دغه ډله د هغه پر پلي کېدو ټينګار کوي.
جمهورخبري آژانس