په اقتصادي چارو کې د ولسمشر مرستیال ملا عبدالغني برادر او د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د ایران د ولسمشر د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره تهران ته ولاړل.
د ملا برادر مطبوعاتي دفتر نن په یوه بیان کې ویلي، اقتصادي مرستیال ملا برادر ملا عبدالغني برادر د ایران د پخواني ولسمشر سید ابراهیم رئیسي د جنازې په مراسمو کې د ګډون په موخه د ایران پلازمېنې تهران ته روان شو.
طالبانو ویلي چې د دې ډلې اقتصادي مرستیال به د ایران په پلازمېنه تهران کې د رئیسي د جنازې په مراسمو کې د ګډون ترڅنګ د دغه هېواد دولتي چارواکو، د وژل شویو کسانو کورنیو او د ایران خلکو ته د تسلیت مراتب وړاندې کړي.
په دې سفر کې له ملا برادر سره د طالبانو د ډلې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقی هم ملګری دی.
جمهورخبري آژانس