۰
امریکا:

طالبان دې له موږ سره نه د افغان حکومت سره د سوله وکړي

پنجشنبه ۳ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۵۹
امریکايي چارواکو په یوه تازه اقدام کې ویلي، چې که وسله وال طالبان غواړي په افغانستان کې جګړه پای ته ورسېږي، نو له افغان حکومت سره دې د سولې خبرې وکړي.
طالبان دې له موږ سره نه د افغان حکومت سره د سوله وکړي
امریکايي چارواکو په یوه تازه اقدام کې ویلي، چې که وسله وال طالبان غواړي په افغانستان کې جګړه پای ته ورسېږي، نو له افغان حکومت سره دې د سولې خبرې وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پاکستاني رسنۍ وايي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هدر ناوئرت د سه شنبې په ورځ په خپلو څرګندونو کې ویلي، چې د طالبانو د سولې واشنګټن نه بلکې افغان حکومت دی.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاندې له قوله ویلي« طالبان باید د واشنګټن پر ځای له افغان حکومت سره تفاهم ته ورسېږي»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې دغه راز زیاته کړې، چې د سولې د خبرو اترو د پیل لپاره، وسله‌وال طالبان باید په افغانستان کې خپلې حملې بندې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې وسله والو طالبانو څو ورځې وړاندې یوه لس مخیزه لیک په ترڅ کې د امریکا له ولس او ځینو استازو څخه و وغوښتل، چې د ټرمپ اداره له طالبانو سره د سولې خبرو ته واداره کړي.

خو د امریکا ولسمشر په کابل کې تر وروستیو خونړیو بریدونو وروسته ویلي، چې نور له طابانو سره د سولې خبرې نه کوي، بلکې هغوی ته به دې جګړې په ډګر کې ماته ورکوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي