۰
د ناټو سرمنشي:

طالبان باید د تاتریخوالي کمولو ته جدي اراده وښي، په جګړه کې نه شي بریالي کېدای

چهارشنبه ۲۳ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۵۱
طالبان باید د تاتریخوالي کمولو ته جدي اراده وښي، په جګړه کې نه شي بریالي کېدای
د ناټو عمومي مشر ینس سټولټنبرګ وایي، دوی د افغان سولې په تړاو او د تاوتریخوالي له هر ډول مثت حرکت څخه هرکلی او ملاتړ کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي چې نن سه شنبې د سلواغې ۲۳ مه بروکسل کې د دغه سازمان د دفاع وزیران د غونډې سره خبري کنفرانس ته وینا کوله و ویل، چې د ناټو متحدین د افغان سولې ملاتړ کوي او په دې برخه کې امریکا ناټو ته پوره معلومات ورکړي دي.

نوموړي زیاته کړه، ناټو هیله منه ده، چې د امریکا او طالبانو تر منځ خبرو کې نور پرمختګونه هم وشي او افغانستان له سولې او ثبات څخه برخمن شي.

د هغه په وینا چې د ناټو د ۲۹ غړو هېوادونو دفاع وزیران به سبا د افغانستان په اړه مهمه ناسته او خبرې ولري او دغه سازمان د افغانستان ملاتړ ته ژمن دی.

ینس سټولټنبرګ و ویل، چې له افغانستان څخه د ناټو او د هغو د متحدیتنو ملاتړ په دې موخه دوام لري، چې طالبان پوه کړل شي، چې دوی د جګړې په ډګر کې نه شي بریالي کېدای.

د ناټو سرمنشي له طالبانو وغوښتل، چې باید د تاوتریخوالي کمولو او سولې لپاره جدي اراده وښي او ثابته کړي، چې دوی د تاوتریخوالي کمولو وړتیا لري.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي، د دوی او طالبانو تر منځ خبرو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.

په ورته وخت کې ویل کېږي ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم د طالبانو سره د سولې تړون په مشروط ډول تایید کړی او ویلي یې دي، چې طالبان باید د تړون د لاسلیک لپاره د روانې میاشتې په پای کې د یوې اوونۍ لپاره د تاوتریخوالي کمولو لپاره جدي اراده وښي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي