۰

د ټرمپ څرګندونو ته د ارګ غبرګون: د طالبانو بیا واک ته رسېدل امکان نه لري

یکشنبه ۱۸ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۰۳
ارګ د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه څرګندونو ته چې که ټول امریکایي ځواکونه له افغانستان ښايي طالبان حکومت ونیسي غبرګون ښودلی دی.
د ټرمپ څرګندونو ته د ارګ غبرګون: د طالبانو بیا واک ته رسېدل امکان نه لري
ارګ د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه څرګندونو ته چې که ټول امریکایي ځواکونه له افغانستان ښايي طالبان حکومت ونیسي غبرګون ښودلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي ویلي، د طالبانو امارت نور د افغانستان خلکو ته د منلو نه دی او د طالبانو بیا واک ته رسېدل ناممکن دي.

نوموړي ویلي، د افغان حکومت ټولې امنیتي او دفاعي ادارې پیاوړې دي او له هر ډول احتمالي خطر سره مبارزه کولی شي، نو ځکه هغه څه ناممکن دي چې ټرمپ په خپلو څرګندونو کې ویلي دي.

نوموړي ویلي، افغان حکومت ټولو هغه ګواښونو ته متوجه دی چې د طالبانو له درکه رامنځ ته شوي دي او د هر څه پر وړاندې اړین تدابیر لري.

ښاغلي صدیقي زیاته کړې، طالبان باید د سولې هوکړې ته ژمن وي او بین الافغاني خبرو ته دې حاضر شي.

د صدیقي په وینا تر هغه چې طالبان له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته حاضر نه شي د سولې هر ډول هوکړه بې ګټې ده.

ټرمپ چې پرون جمعه د مارچ شپږمه یې سپینه ماڼۍ کې خبري غونډې ته وینا کوله و ویل، ښایي د ټولو امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان اوسنی حکومت چې غرب یې ملاتړ کوي طالبان ونیسي.

د امریکا ولسمشر دا هم ویلي، چې افغانستان باید په نهایت کې د ځان غم وخوري ځکه امریکا نه شي کولی د ۲۰ نورو کلونو لپاره هم هلته پاتې شي.

هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړې«دا هېواد باید په نهایت کې د خان غمر وخوري، موږ هلته د نورو شلو کلونو لپاره نه شو پاتې کېدای، موږ هلته شل کاله تېر کړل، او موږ د هغه هېواد ساتنه کوله، بلاخره هغوی باید ځان وساتي، پوهېږۍ. دا کار باید ډېر وړاندې شوی وای، سړی تر کله د بل چا لاس نیولی شي، موږ ته ښايي، چې د خپل هېواد چارو ته پام راوګرځوو.»

نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې په نهایت کې به طالبان واک ته ورسېږي و ویل، نه باید داسې وشي، خو دا امکان شته چې طالبان واک ته ورسېږي.

خو ټینګار یې وکړ، چې افغانان باید خپله خپل هېواد وساتي، ځکه په وینا یې امریکایي ځواکونه نور نه شي کولی په افغانستان کې پاتې شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي